ایکنانیوز راپور راکوي ،د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان وویل که صهیونیسټ رژیم د ایران په ګټو او شتمنیو، شخصیتونو اوښاریزو هرډول حملې وکړی نو د ایران د اسلامی جمهوریت له خاورې به متقابله حمله وشی
په دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت په قونسلګرۍ باندې له حملې لس ورځې وروسته چې د ایران د خاورې یوه برخه ده او د دغه هیواد د اوو قانوني سلاکارانو له شهادت او د دغې غیر قانونی اقدام په وړاندې د نړیوالې ټولنې د بې غورۍ له امله نن سهار د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د اشغال شویو سیمو په لور د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په ویشتلو سره د دې تیری ګر رژیم د سزا ورکولو اقدام وکړ.
په صهیونیسټ رژیم او امریکا پورې تړلې رسنۍ هڅه کوی چې په نیواکی خاوره کښې د اوښتو تاوانونو او ویجاړیواندازه کمه وښی خو ترلاسه شوی تصویرونه ښیی چې د صهیونیسټ رژیم مهم پوځی مرکزونه په توغندیو او بې پیلوټه الوتکې ویشتلی دی .
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان تورن جنرال حسین سلامی په صهیونیسټ رژیم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملو د جزئیاتو په باره کښې وویل : هدفونه ټاکل شوی وو او د صهیونیسټي رژيم د شرارتونو تر حده پورې پرې حملې شوی دی .
داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران ځواک قوماندان زیاته کړه دصهیونیسټ رژیم پرضد د ایران توغندوی او بې پیلوټه الوتکې یوازې په هغه برخه پوری محدود دی چې اسرائیلو د سوریې په دمشق کښې د ایران داسلامی جمهوریت په سفارت د حملې لپاره کارولی وه او قوماندانان یې شهیدان کړی وو .
سردار سلامي په ټينګار سره وويل چې دغه عمليات له تمې زيات بريالي شوي دي
د ایران د سپاه قومندان د اسرائیلو نسل وژنې رژیم ته خبرداری ورکړ چې له خپلو پخوانیو چلندونو لاس واخلي او که غبرګون وښيي نو د ایران ځواب به د پخوا په پرتله ډیر سخت وي.